روسیې د سورئې سواحلو ته دوه سترې جنګي بیړۍ ولیږدولې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88305-روسیې_د_سورئې_سواحلو_ته_دوه_سترې_جنګي_بیړۍ_ولیږدولې
د سورئې په شمال ختیځ کې د قامشلي ښار په شاوخوا کې دسورئې پوځ د امریکائي پوځ د هامو زغرګاډو باندې مشتمل کاروان درولی او مخکې ته د تلو اجازت ئې نه دی ورکړی او په شا ئې ستنۀ کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2020 14:16 Asia/Kabul
  • روسیې  د سورئې سواحلو ته دوه سترې جنګي بیړۍ ولیږدولې

د سورئې په شمال ختیځ کې د قامشلي ښار په شاوخوا کې دسورئې پوځ د امریکائي پوځ د هامو زغرګاډو باندې مشتمل کاروان درولی او مخکې ته د تلو اجازت ئې نه دی ورکړی او په شا ئې ستنۀ کړي دي .

فارس خبری آژانس راپورورکړ  دسورئې په ادلب ولایت کې د سورئې  او د هغو دمتحدانو روسی پوځیانو سره د ترکیې د پوځیانو په تاؤتریخولي پسې   دروسیې  دوه جنګي بیړۍ  چې په کروز توغندیو سنبال دي ، د سورئې سواحلو  او مدیترانې سمندر  په لور خوځیدلي دي .

 راپور ښئ ،د تور سمندر په بیړیو کې د روسیې دسمندري ځواک  استازي الکسي رولف  بیګا وئیلی دي ، د روسیې  ایډمیرل  ماکاروف  او ایډمرل ګریګوریوویچ  نومې جنګي بیړۍ  له ترکیې سره نزدې له بسفر تنګي څخه دسورئې په لور  خوځيدلي دي .

 د روسیې دغه اقدام  له دې وروسته شوی ، چې  دسورئې په ادلب ولایت کې په بیګانۍ هوائي حملې کې  د ترکیې ۳۴پوځیان وژل شوي  او ماسکو  ددغې شخړې په غبرګون کې وئيلي  چې  د ترکیې پوځيان د ترهه ګرو په لیکو کې شامل دي .

 داپه داسې حال کې دي ،چې د ناټو موسسې عمومی منشي  د سورې د ادلب ولایت   د شخړې په باب د ناټو بیړنۍ غونډه بللې ده .

په ادلب  او حلب ولایتونو کې د ترهه ګرو ډلو په ضد د سورئې دپوځ عملیات ، له ترهه ګرو څخه دترکیې دپوځ له مخالفت سره  مخامخ شوي دی ، حال دا چې د ترکیې پوځ د سورئې  د ټاټوبی ځيني سیمې نیولي هم دي .

 د دمشق چارواکو ټينګار کړی،اجازت به ورنکړي،د انقرې پوځي ځواک  له ترهه ګرو ملاتړ وکړي .

په یوه بل راپور کې وئیل شوي دي ، چې د سورئې په شمال ختیځ کې د قامشلي ښار په شاوخوا کې  دسورئې پوځ د امریکائي پوځ د  هامو زغرګاډو باندې مشتمل کاروان درولی او مخکې ته د تلو اجازت ئې نه دی ورکړی  او په شا ئې ستنۀ کړي دي .