سوریې د ترکیې خلاف هیڅ غلیمانه اقدام نه دی کړی
Mar 05, 2020 04:21 Asia/Kabul
د سوریې ولسمشر وویل: دمشق د ترکیې خلاف هیڅ ډول غلیمانه اقدام نه دی ترسره کړی او د دواړو هیوادونو ترمینځ روان اختلافات غیرمنطقي دي.
بشار الاسد روسیه ۲۴ خبري چینل ته په مرکه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دمشق تل د ترکیې خلک د دوستانو په توګه یادوي، زیاته کړه: د دواړو هیوادونو د خلکو ترمینځ ډیر اشتراکات شته دي او د ترکیې زیاتره اوسیدونکي په اصل کښې سوري دي او هم داشان د سوریې زیاتره خلک ترک اصالت لري.
د سوریې ولسمشر څرګنده کړه: زمونږ هیواد له ترکیې سره ګډې ګټې لري او د دواړو هیوادونو د کلتورونو ترمینځ یو تاریخي تړاؤ شته
ټیګونه