اِدلِب کښې اوربند پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88465-اِدلِب_کښې_اوربند_پیل_شو
د روسیې او ترکیې ترمینځ د شوې موافقې له مخې د سوریې د شمال په ادلب ولایت کښې له ننن څخه اوربند په عملي توګه پیل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2020 09:15 Asia/Kabul
  • اِدلِب کښې اوربند پیل شو

د روسیې او ترکیې ترمینځ د شوې موافقې له مخې د سوریې د شمال په ادلب ولایت کښې له ننن څخه اوربند په عملي توګه پیل شو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین بیګا له خپل ترک همرتبه رجب طیب اردوغان سره په ګډه خبري غونډه کښې وویل چې دواړه لوري د شام په ادلب کښې د اوربند ټینګولو په سر موافقې ته ورسیدل.

د پوټین په وینا ماسکو او انقرې د سوریې په هکله د آستانه د بهیر په چوکاټ کښې د خپلو ملګرتیاو د دوام به لړ کښې پر دلچسپۍ ټینګار وکړ او موافقه یې وکړه چې د شخړې د کمي په سیمې باندې د څارنې لپاره د ادلب د خواوشا په ښاریګرو کښې ګډې ګزمې بیا پیل کړي.

هم داشان وټاکلې شوه چې د سوریې د M4 هايي وی په اوږدو کښې هم د شمال له لورې او هم د جنوب له خوا د شپږو کیلومیټرو په اوږدوالي امنیتي کورویډور جوړ شي او د نورو مسائلو په هکله هم په راتلونکو اوو ورځو کښې پریکړه وشي.