د یمن عسکرو په الجوف ولایت کښې پرمختګ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88524-د_یمن_عسکرو_په_الجوف_ولایت_کښې_پرمختګ_کړی
سپوتینک خبري اژانس وايي د یمن پوځ او ولسي کمیټیانانو په الجوف ولایت کښې د استعفا شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي د ځواکونو پرضد عملیاتو سره زیات پرمختګونه لاس ته راوړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2020 02:23 Asia/Kabul
  • د یمن عسکرو په الجوف ولایت کښې پرمختګ کړی

سپوتینک خبري اژانس وايي د یمن پوځ او ولسي کمیټیانانو په الجوف ولایت کښې د استعفا شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي د ځواکونو پرضد عملیاتو سره زیات پرمختګونه لاس ته راوړل .

د یمن پوځ او ولسي کمیټیوپه دغو عملیاتو کښې چې له درنو توپونو او توغندوي بریدونو سره یوځاې وو د المهاشمه په ستراتيژیکې سیمې کښې په ډیرو پوځي مرکزونو کنټرول ترلاسه کړ .

د یمن پوځ او ولسي کمیټیو په دغو عملیاتو کښې دغه راز په السلیله جبهې کښې هم یو شمیر سیمې ونیولې .

د یمن ځواکونو څو ورځې مخکې د الجوف ولایت مرکز الحزم ښار هم تر کنټرول لاندې وروستلی وو .

په عین حال کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو پرون پینځه (۵) ځله په الحدیده ولایت کښې له الصلیف  سیمې بمبارې وکړې .

د سعودي عربستان جنګي الوتکو دغه راز پرون د یمن په مارب ولایت کښې په مجزر سیمه کښې په دریو (۳) کورونو او یوه (۱) ښوونځي هم بمبارې وکړې .