د یمن عسکرو په الجوف ولایت کښې پرمختګ کړی
سپوتینک خبري اژانس وايي د یمن پوځ او ولسي کمیټیانانو په الجوف ولایت کښې د استعفا شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي د ځواکونو پرضد عملیاتو سره زیات پرمختګونه لاس ته راوړل .
د یمن پوځ او ولسي کمیټیوپه دغو عملیاتو کښې چې له درنو توپونو او توغندوي بریدونو سره یوځاې وو د المهاشمه په ستراتيژیکې سیمې کښې په ډیرو پوځي مرکزونو کنټرول ترلاسه کړ .
د یمن پوځ او ولسي کمیټیو په دغو عملیاتو کښې دغه راز په السلیله جبهې کښې هم یو شمیر سیمې ونیولې .
د یمن ځواکونو څو ورځې مخکې د الجوف ولایت مرکز الحزم ښار هم تر کنټرول لاندې وروستلی وو .
په عین حال کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو پرون پینځه (۵) ځله په الحدیده ولایت کښې له الصلیف سیمې بمبارې وکړې .
د سعودي عربستان جنګي الوتکو دغه راز پرون د یمن په مارب ولایت کښې په مجزر سیمه کښې په دریو (۳) کورونو او یوه (۱) ښوونځي هم بمبارې وکړې .