د بیلجیّم ایالتي شورا پرعربستان د وسلو دپلورلومجوزلغوه کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88598-د_بیلجیّم_ایالتي_شورا_پرعربستان_د_وسلو_دپلورلومجوزلغوه_کړ
د بیلجیّم د فلانډرز،والونیا او بروکسل سیمو اجرائي چارواکي د وسلو دتولیدونکو لپاره د وسلو د پير او صادراتو مجوزونه صادروي او په بیلجیّم کې د سی ایم اي او فابریک نیشنل پشمول د وسلو زیاتره تولیدونکي شرکتونه ،په والونیا سیمې کې واقع دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 12, 2020 10:30 Asia/Kabul
  • د بیلجیّم ایالتي شورا پرعربستان د وسلو دپلورلومجوزلغوه کړ

د بیلجیّم د فلانډرز،والونیا او بروکسل سیمو اجرائي چارواکي د وسلو دتولیدونکو لپاره د وسلو د پير او صادراتو مجوزونه صادروي او په بیلجیّم کې د سی ایم اي او فابریک نیشنل پشمول د وسلو زیاتره تولیدونکي شرکتونه ،په والونیا سیمې کې واقع دي .

یورونیوز خبري چینل راپور ورکړی ،د د بیلجیّم  د  والونیا  ایالتی شورا  په سعودي عربستان د دفاعي تجهیزاتو ،سازوسامان ، جنګي آوزارونو او وسلو د پلورلو اوصادراتو  مجوز لغوه کړی دی .

 راپور ښئ د والونیا سیمه ایز حکومت  چې  له دې مخکې ئې په عربستان د وسلو پلورلو اوصادراتو  مجوز صادر کړی ؤ ، په دغه فیصلې سره  ئې د وسلو د ۲۷تړونونو د اجرا مخه ونیوله .

Image Caption

 په داسې حال کې چې  ځیني داخلی او اروپائي لوري ، د  یمن په جنګ کې د بشري حقوقو  د قوانینو د خلاف ورزۍ په دلیل په ریاض باندې د وسلو  دخرڅولو د ممنوعیّت  غوښتونکي وو .

  په عربستان د وسلو د خرڅولو  د لغوه کولو فیصله ، د ډیموکراسۍ او سولې په  دفاع کې  د اقدام  غږملونکي ملي مرکز  او دبیلجیّم  د بشری حقوقو  د ټولنې پشمول د بشري حقوقو دفاع کونکو ټولنو په اعتراضونو پسې د بیلجیّم د نړیوالې بخښتنې د دفتر  په ملاتړ سره  غوره شوي ده .

 سعودي عربستان د بیلجیّم د جوړو شوو وسلو تر ټولو اصلي اخستونکی هیواد دی .

دغه هیواد په ۲۰۱۷کال کې د والونیا وسلو له  جوړونکو شرکتونو څخه   د یو سل درې پنځوس  میلیون یورو په ارزښت وسلې اخستي . د ریاض حکومت  په ۲۰۱۵ کال کې هم له والونیا څخه دڅه ډپاسه پنځه سوه پنځه اویا میلیون یورو په ارزښت  وسلې اخستې وې .