د یمن دافع هوا د عربستان الوتکې تیښتې ته اړ کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88754-د_یمن_دافع_هوا_د_عربستان_الوتکې_تیښتې_ته_اړ_کړې
فارس خبري اژانس وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف له څو جنګي الوتکو سره د هیواد د دافع هوا سیسټم د مقابلې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 20, 2020 02:16 Asia/Kabul
  • د یمن دافع هوا د عربستان الوتکې تیښتې ته اړ کړې

فارس خبري اژانس وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف له څو جنګي الوتکو سره د هیواد د دافع هوا سیسټم د مقابلې خبر ورکړ .

هغه وویل د یمن دافع هوا په مارب ولایت کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د څو جنګي الوتکو له پیژندلو وروسته د دغه هیواد په فضا  کښې د هغوې د الوت مخه ونیوله .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل  د هیواد دافع هوا د سعودي عربستان د تیریګ ائتلاف جنګي الوتکې له سیمې څخه تښتیدا ته اړ کړې .

د سعودي عربستان لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره د دغه  هیواد د پوځ او د ولسي کمیټیو دفاعي قدرت ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .

سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د بې ګناه خلکو پرضد بمباریو ، حملو او بریدونو ته دوام ورکړی او له کبله یې شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسان وژل شوي ، په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .