د یمن پوځ به تیریګرو بریدونو ته ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88980-د_یمن_پوځ_به_تیریګرو_بریدونو_ته_ځواب_ورکړي
المیادین ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام ټینګار وکړ د هیواد پوځ او ولسي کمیټیانې به د عربستان د تیریګر ائتلاف حملو ته ځواب ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2020 01:14 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ به تیریګرو بریدونو ته ځواب ورکړي

المیادین ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام ټینګار وکړ د هیواد پوځ او ولسي کمیټیانې به د عربستان د تیریګر ائتلاف حملو ته ځواب ورکړي .

هغه وویل د سعودي  عربستان ائتلاف په تیرې شنبې ورځ د یمن پرضد څه د پاسه شپیته (۶۰) ځله او پرون هم شل (۲۰) هوايي بریدونه کړي دي .

عبدالسلام زیاته کړه که چیرې د سعودي عربستان ائتلاف د یمن د پوځ پرضد د عملیاتو د بندولو غوښتونکی دی نو باید د یمن پرضد خپل تیري بند کړي او د دغه هیواد  کلابندۍ پاې ته ورسوي .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع هم پرون د سعودي عربستان غلیمانه اقداماتو او حملو ته په غبرګون کښې د سعودي عربستان په خاوره کښې د دغه هیواد په تاسیساتو باندې د ترټولو سترې توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو د برید خبر ورکړ .

د یمن پرضد د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګ د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په شپږویشتمه (۲۶) نیټه شپږم (۶) کال ته ورسید .