د عربستان ائتلاف په یمن بریدونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89015-د_عربستان_ائتلاف_په_یمن_بریدونو_ته_دوام_ورکړی
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن المسیره ټیلي ويژن وویل د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل اته(۱۰۸) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2020 00:30 Asia/Kabul
  • د عربستان ائتلاف په یمن بریدونو ته دوام ورکړی

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن المسیره ټیلي ويژن وویل د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل اته(۱۰۸) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .

د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو د یمن د الحدیده ولایت په بیلابیلو سیمو باندې د هوانونو او د توپونو په لسګونو ډزې کړي دي .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جاسوسۍ الوتکو هم د الحدیده ولایت په «شپاړس کلومیټره» نومې سیمې باندې الوتونه وکړل .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، اردن ، اسرائیلو او دځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد له ځمکې ، هوا او  سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې تراوسه د دغه هیواد څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .