د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف له توهم لاس واخلي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په یمن کښې د ایران د کارپیژاندو د شتون په هکله د سعودي عربستان د ائتلاف د ویاند ادعا ته په غبرګون کښې وویل په یمن باندې تیري کونکی ائتلاف له توهم او خیالي شیانو لاس واخلي .
هغه پرون د ایران پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف د ویاند د باطلو تورونو په ردولو او د دغو ادعاګانو په بې اساسه بللو سره وویل سعودي عربستان د بریالیتوب په توهم سره په تیرو څو اونیو کښې په یمن پوځي تیری وکړ او اوس د پینځو (۵) کلونو له تیریدا وروسته هماغه راز له دغه غلطې محاسبې سره لاس او ګریوان دی .
د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي ټینګار وکړ د سعودي عربستان تیریګرو اقداماتو د یمن د خلکو له وژلو او ورانې پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي .
هغه په یمن باندې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف ته سپارښتنه وکړه د توهم او خیالي شیانو پرځاې له سعودي عربستان څخه د نړیوالې ټولنې نفرت او د تیریو په وړاندې د یمن د خلکو د مقاومت په شمول موجودو حقیقتونو ته پام وکړي او پوه شي چې له ټکو سره لوبې کول ، په نورو هیوادونو د خپلو ګرمو د مسولیت وراچول او په نورو هیوادونو باندې د تورونو لګول به د هغوې سیاسي او پوځي ماتي جبران نکړي .