د اسرائیلو سیاسي بندون هماغه راز دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89330-د_اسرائیلو_سیاسي_بندون_هماغه_راز_دوام_لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو وویل د پراخ بنسټه کابینې د جوړولو لپاره د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د شين او د سپین ګوند د مشر بني ګانټس غونډه له کومې موافقې او نتیجې پرته پاې ته ورسیدله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2020 01:27 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو سیاسي بندون هماغه راز دوام لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو وویل د پراخ بنسټه کابینې د جوړولو لپاره د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د شين او د سپین ګوند د مشر بني ګانټس غونډه له کومې موافقې او نتیجې پرته پاې ته ورسیدله .

د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د شین او د سپین ګوند مشر بني ګانټز پرون د کابینې د جوړولو لپاره د خبرو اترو او د سلامشورې لپاره غونډه جوړه کړه .

د نتانیاهو ، بني ګانټس او د دوې مرکچي ډلو کابو شپږ (۶) ساعته خبرې وکړې خو له کومې نتیجې پرته پاې ته ورسیدلې .

د کابینې د جوړولو لپاره د اسرائیلو د شین او د سپین ګوند د مشر بني ګانټس فرصت پرون پاې ته ورسید .

ویل کیږي د نتانیاهو او د بني ګانټس د موافقې د نه کولو په بڼه کښې به د صهیونیسټ رژیم مشر د نوي لومړي وزیر د معرفي کولو کار پارلمان ته وروسپاري او که چیرې پارلمان هم بریالی نشو نو د اسرائیلو د پارلمان څلورم (۴) انتخابات به ترسره شي .