د ډزبندۍ خلاف ورزي
سعودي جنګي الوتکو بيا د يمن پائتخت بمباري کړ
سعودي تيريګر ائتلاف په يمن کښې د ډزبندۍ د اعلان باوجود يو ځل بيا د دغه هېواد استوګن سيمې بمباري کړې.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې خبري سرچينو وويل، د سعودي تيري ګر ائتلاف جنګي الوتکو پرون مازيګر د يمن پائتخت صنعا په شمال کښې په وادي ظهر سيمې بمباري وکړه.
د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيی السريع هم د دغه هېواد په الجوف صوبه کښې په څو محاذونو د سعودي ائتلاف لخوا د ډزبندۍ د ادعا باوجود د دغه ائتلاف د حملو د شنډولو خبر ورکړ.
د يمن المسيره چېنل وويل، د سعودي تيريګر ائتلاف د يمن په الحديد صوبه کښې اتيا ځل د ډزبندۍ خلاف ورزۍ کړې دي.
د سعودي تيريګر ائتلاف وياند ترکي المالکي د تېر زيارت په ورځ سحر په يمن کښې د ډزبندۍ د موافقې اعلان وکړ او ادعا يې کړې وه چې دغه ډزبندي به تر دوو هفتو پورې دوام ومومي او له دوو هفتو وروسته دغه موده نورو هم زياتېدې شي، خو د ډزبندۍ له دغه نمائشي اعلانه څو ساعته نه وو تېر چې دغه ائتلاف د خپلې يو اړخيزې ډزبندۍ په خلاف ورزۍ لاس پورې کړ.
يمنيانو د سعودي ائتلاف لخوا د ډزبندۍ اعلان د خپلو ځواکونو د بيا منظمولو لپاره د وخت حاصلولو په خاطر يوتاکتيک بولي.
سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي