په عراق کښې د داعش ۱۳ غړي وژل شوي
ایرنا خبري اژانس وايي په صلاح الدین ولایت د عراق د پوځ په هوايي برید کښې د داعش ترهګرې ډلې دیارلس (۱۳) غړي هلاک شوي دي .
د عراق د پوځ جنګي الوتکو پرون په یو(۱) لړ عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې پټنځای په کامل ډول تباه کړ .
د عراق عسکرو تیره اونۍ هم وروسته له دې چې په کرکوک ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې پاتې شونو خپل بریدونه زیات کړل د دغه ډلې په مرکزونو بمبارې وکړې .
په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتي خوړلو سره اوس هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د دغه ډلې غړي شته او کله نه کله په تیت پرک ډول ټروریسټي حملې کوي .
په عراق او سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او وسله والې مرستې سعودي عربستان ، امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، متحده عربي امارات ، ترکیه ، بحرین ، کویت ، اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .