سعودي عربستان د یمن پرضد بمباریو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89450-سعودي_عربستان_د_یمن_پرضد_بمباریو_ته_دوام_ورکړی
فارس خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع پرون وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په دغه هیواد باندې د دیرشو (۳۰) هوايي بریدونو په ترسره کولو سره د پرله پسې لسمې (۱۰) ورځې لپاره د خپل ادعا وړ اوربند خلاف ورزۍ وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2020 01:28 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یمن پرضد بمباریو ته دوام ورکړی

فارس خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع پرون وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په دغه هیواد باندې د دیرشو (۳۰) هوايي بریدونو په ترسره کولو سره د پرله پسې لسمې (۱۰) ورځې لپاره د خپل ادعا وړ اوربند خلاف ورزۍ وکړه .

هغه وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د یواړخیزه اوربند له ادعا سره سره په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په مارب او جوف ولایتونو کښې چې څو ورځې مخکې پوځ د هغو پراخې سیمې ازادې کړي دي دیرش (۳۰) هوايي حملې کړي دي .

د سعودي عربستان ائتلاف پرون په یمن باندې د خپلو حملو په دوام کښې په تعز ولایت کښې په یوه(۱) کور د توپونو ډزې وکړې او له کبله یې له یوه (۱)ماشوم سره یوځاې دوې (۲) ښځې ووژل شوې او یو سړی هم ژوبل شو .

د یمن د تعز ولایت په الصلو ښار کښې هم یوه (۱) ښځه د سعودي عربستان د ائتلاف د عسکرو په ډزو کښې ووژل شوه .

سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د مظلومو خلکو پرضد بمباریو ،حملو او تیریو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه له شپاړس زرو (۱۶۰۰۰) څخه زیات بې ګناه خلک وژلي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو  نور کډوال شوي هم دي .