د سورئې مځکنۍ بشپړتیا ته د احترام په سترګه وکتل شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89492-د_سورئې_مځکنۍ_بشپړتیا_ته_د_احترام_په_سترګه_وکتل_شي
په د غه ټيلیفوني تماس کې د سورئې د حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا پر اصل پر بې قید اوشرطه پابندۍ ټینګار شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2020 01:59 Asia/Kabul
  • د سورئې مځکنۍ بشپړتیا ته د احترام په سترګه  وکتل شي

په د غه ټيلیفوني تماس کې د سورئې د حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا پر اصل پر بې قید اوشرطه پابندۍ ټینګار شوی دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  د روسیې کرملین ماڼۍ  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  دروسیې د وروستیو حالاتو په باب د روسیې  ولسمشر  ولادیمیر پوتین  د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ټيلیفوني خبرو  خبر ورکړی .

 په راپور کې وئيل شوي دي ، ولادیمیر پوتین  په دغو خبرو کې  له اردوغان سره  د سورئې په ادلب کې د تاؤتریخوالي دکمولو  دموافقې او د سوچي  د تفاهم د یاددښت  په باب  مشورې کړي دي .

 په د غه ټيلیفوني تماس کې  د سورئې  د حاکمیّت او  مځکنۍ بشپړتیا پر اصل پر بې قید اوشرطه پابندۍ ټینګار شوی دی .

د روسیې  او ترکیې  ولسمشرانو  همداراز د  کرونا ویروس دخوریدا په باب  هم دنظر تبادله کړې او  له  دغه ویروس سره ئې دمقابلې لپاره   دګډو  هلوځلو په زیاتولو ټينګار کړی دی .