د سورئې مځکنۍ بشپړتیا ته د احترام په سترګه وکتل شي
په د غه ټيلیفوني تماس کې د سورئې د حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا پر اصل پر بې قید اوشرطه پابندۍ ټینګار شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د روسیې کرملین ماڼۍ دیوې اعلامیې په خپرولو سره دروسیې د وروستیو حالاتو په باب د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ټيلیفوني خبرو خبر ورکړی .
په راپور کې وئيل شوي دي ، ولادیمیر پوتین په دغو خبرو کې له اردوغان سره د سورئې په ادلب کې د تاؤتریخوالي دکمولو دموافقې او د سوچي د تفاهم د یاددښت په باب مشورې کړي دي .
په د غه ټيلیفوني تماس کې د سورئې د حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا پر اصل پر بې قید اوشرطه پابندۍ ټینګار شوی دی .
د روسیې او ترکیې ولسمشرانو همداراز د کرونا ویروس دخوریدا په باب هم دنظر تبادله کړې او له دغه ویروس سره ئې دمقابلې لپاره دګډو هلوځلو په زیاتولو ټينګار کړی دی .