سعودي عربستان د یمن پرضد بریدونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89545-سعودي_عربستان_د_یمن_پرضد_بریدونو_ته_دوام_ورکړی
فارس خبري اژانس وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په یمن کښې د اوربند له اعلان سره سره پرون بیا په هستوګونو سیمو بمبارې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2020 01:16 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یمن پرضد بریدونو ته دوام ورکړی

فارس خبري اژانس وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په یمن کښې د اوربند له اعلان سره سره پرون بیا په هستوګونو سیمو بمبارې وکړې .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف ګوډاګیانو د دوهمې (۲) اونۍ لپاره له هوايي ملاتړ په برخوریدا سره په سرحدونو او داخلي جبهو باندې حملې زیاتې کړې .

هغه وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د اپریل د میاشتې له اولسمې (۱۷)نیټې څخه تر پرون ورځې پورې پینځویشت (۲۵) یرغلیزې حملې کړي   او مارب ، الجوف ،صعده ، تعز او ضالع ولایتونو ته د نفوذ هڅه یې کړي ده .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د سعودي عربستان جنګي الوتکو له دغو حملو سره په یووخت د هیواد په بیلابیلو سیمو دوه سوه درې پنځوس (۲۵۳) ځله بمباریانې کړي دي .

هغه وویل د سعودي عربستان د ائتلاف جنګي الوتکو د اوربند د اعلان له لومړیو څخه تراوسه د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو پینځه سوه (۵۰۰) ځله بمباریانې کړي دي .

سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، امریکا، بریتانیا ، اردن او اسرائیلو وغیره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه په لسګونو زره خلک وژل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .