د سعودي په زندان کې یو اصلاح غوښتونکي عالم ساه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89551-د_سعودي_په_زندان_کې_یو_اصلاح_غوښتونکي_عالم_ساه_ورکړه
د سعودي حکومت یو سیاسي مخالف عالم د دې هیواد په زندان کې له کلونو بند وروسته مړ شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2020 10:21 Asia/Kabul
  • د سعودي په زندان کې یو اصلاح غوښتونکي عالم ساه ورکړه

د سعودي حکومت یو سیاسي مخالف عالم د دې هیواد په زندان کې له کلونو بند وروسته مړ شو.

ډاکټر عبدالله الحامد د سعودي په شاهي نظام کې د اصلاحاتو غوښتونکی و او په همدې جرم د سعودي حکومت په یوولس کاله زندان محکوم کړی و.

نوموړي په خپلو څرګندونو او لیکنو کې په مطلق شاهي نظام نیوکې درلودې او پر ځای یې د دستوري شاهي نظام د جوړیدو غوښتنه کوله، چې پر اساس یې په سعودي عربستان کې د واک ګډۍ د اوسنۍ شاهي کورنۍ په لاس کې وي خو وزارتونه، محاکم او دولتي دستګاوې د مسلکي معیارونو په اساس وویشل شي.

ډاکټر عبدالله الحامد د سعودي واکمن نظام یو استبدادي نظام باله او په دې باور و چې استبدادي نظامونه په هیواد کې ګډوډۍ او بې عدالتۍ ته لار هواروي او د محاکمو شفافیت له منځه وړي.

هغه د خپلو اصلاحي نظریاتو له کبله د «سعودي د اصلاح غوښتونکو شیخ» لقب خپل کړی و.

سعودي چارواکو نوموړی څلور ځله زندانی کړی چې په وروستي ځل په ۲۰۱۳ کال نیول شوی و. هغه نن د جمعې په ورځ د ۷۱ کلونو په عمر وفات شو.

تېره اونۍ د بخښنې نړیوال سازمان په سعودي حکومت غږ کړی و چې د ډاکټر عبدالله الحامد روغتیايي حالت په پام سره باید نوموړی ژر تر ژره خوشې شي.

د تېر ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې یو بل دیني عالم (فهد القاضي) هم په زندان کې د ۶۵ کلونو په عمر وفات شوی و، همدارنګه د ۲۰۱۸ کال په اګست کې د (شیخ سلیمان الدویش) په نامه بل دیني عالم د سعودي په زندان کې مړ شوی و. د راپورونو له مخې دواړو عالمانو د ناوړه روغتیايي وضعیت، قصدي پروایۍ، شکنجو او تعذیبونو له کبله ساه ورکړې وه.

په سعودي عربستان کې زرګونه دیني عالمان، داعیان، سیاسي شخصیتونه، مدني او حقوقي فعالان له حکومت سره د مخالفو نظریاتو په درلودلو او په حکومتي اډانه کې د اصلاحاتو د غوښتلو په تور زندان ته اچول شوي، چې ځینې یې له ۳۰ کلونو راهیسې بندیان دي.