د سورئې په عفرین کې په چاودنې کې د۶۰کسانووینه توي شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89676-د_سورئې_په_عفرین_کې_په_چاودنې_کې_د۶۰کسانووینه_توي_شوه
عفرین ښار له تیرو دوو کلونو راهسې د ترکیې دپوځ او د هغو ترملاتړ لاندې د وسلوالو ترهه ګرو ډلو ترسلطې لاندې دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 29, 2020 01:52 Asia/Kabul
  • د سورئې په عفرین کې په چاودنې کې د۶۰کسانووینه توي شوه

عفرین ښار له تیرو دوو کلونو راهسې د ترکیې دپوځ او د هغو ترملاتړ لاندې د وسلوالو ترهه ګرو ډلو ترسلطې لاندې دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  د سورئې دحلب ولایت په عفرین ښار کې په یوه ټینکر کې دکیښودل شوي بم چاودنې له امله  شل  کسان وژل شوي او کابو څلویښت نور ټپیان شوي دي . 

حلب ټوډی ټيلیویژنی چینل هم راپو رورکړی ، په دغې چاودنې کې په سیمې کې ولاړو ډيرو زیاتو ګاډو ته هم  تاوانونه اوښتي  او  همداراز ډيرې ودانۍ هم نړیدلی دي .

داهم وئيل شوي  چې د سورئې په عفرین ښار کې   په تیرو  څلورویشتو ساعتونو کې   دا دوهمه چاودنه ده ، په لومړنۍ چاودنې کې   هم  چې په ترند سړک باندې شوي یو شمیر تاوانونه اوښتي دي .

عفرین ښار  له تیرو دوو کلونو راهسې  د ترکیې دپوځ  او د هغو ترملاتړ لاندې د وسلوالو ترهه ګرو ډلو  ترسلطې لاندې دی .