د سوريې په خاوره کښې د ترکیې شتون غیر قانوني دی
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي بشار الجعفري پرون د سوریې په شمال باندې د ترکیې تیری د ملګروملتونو او د امنیت شورا د منشور او د سوچي ، استانه او د ماسکو د موافقو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله .
بشار الجعفري د سوریې په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې چې د ویډیو کانفرنس په بڼه ترسره شوه د سوریې په شمال باندې د ترکیې تیری وغاند او ویې ویل دمشق هیڅکله د سوریې په خاورې د تیري لپاره د ترکیې توجیه نه مني .
په ملګروملتونو کښې د سوریې استازي بشار الجعفري په دې خبرې سره چې ترکیه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي په امنیت شورا غږ وکړ د ترهګرۍ ملاتړي هیوادونه ژمن کړي چې له دغه کار لاس په سر شي .
هغه د سوریې په خاوره کښې د ترکیې د دافع هوا ضد سیسټم دیره کولو کښې د انقرې نوي غیر قانوني اقدام ته په اشارې سره وویل د ترکیې حکومت د سوریې په خاوره کښې خپل پوځیان د امریکا په جوړو له ځمکې څخه هوا ته په ویشتونکو هاک توغندیو سمبال کړي دي چې دغه اقدام د ملګروملتونو د منشور او د نړیوالو اصولو خلاف ورزۍ ده .
هغه د جبهه النصره او د حزب الترکستاني په شان د ترکیې تر ملاتړ لاندې ترهګرو ډلو ته د هاک پرمختللیو وسلو د ورکولو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل دغه چاره له غمیزې ډکې نتیجې لرلی شي .
ترکیه له امریکا ، سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، انګلستان ، فرانسې ، اردن ، اسرائیلو وغیره سره یوځاې په سوریې کښې د ترهګرو ډلو یو(۱) اصلي ملاتړی هیواد دی .