د عربستان ائتلاف اوه شپیته ځله خلاف ورزیانې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89744-د_عربستان_ائتلاف_اوه_شپیته_ځله_خلاف_ورزیانې_وکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن یوه (۱) پوځي چارواکي چې نوم یې دی اخیستل شوی بیګا وویل د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کې په الحدیده ولایت کښې اوه شپیته (۶۷) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2020 00:59 Asia/Kabul
  • د عربستان ائتلاف اوه شپیته ځله خلاف ورزیانې وکړې

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن یوه (۱) پوځي چارواکي چې نوم یې دی اخیستل شوی بیګا وویل د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کې په الحدیده ولایت کښې اوه شپیته (۶۷) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .

د یمن دغه پوځي چارواکي وویل د سعودي عربستان تیریګرو پوځیانو او د هغوې ګوډاګیانو د الحدیده ولایت په بیلابیلو سیمو باندې د توپونو او د هوانونو په لسګونو ډزې کړي دي .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو د یمن په مرکز کښې په مارب ولایت کښې په «مجرز» سیمې پینځه (۵) ځله بمباریانې وکړې .

تراوسه په یمن کښې د جنګ د بندیدا لپاره یوشمیر هڅې شوي دي خو هر ځل د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو په کارړنګونې سره بندون ته رسیدلي دي .