امریکا له عربستانه خپلو پوځي تجهیزاتو ویستلو ته اړ شوي
وال سټریټ خپرونې لیکلي دي،په سعودي عربستان کې دخپل پوځي شتون د کمولو او همداراز د پيټریاټ توغندوي سسټمونو د ویستلولپاره د امریکا فیصله د امریکا دځينوچارواکو په هغو ارزونو مشتمله ده چې په اساس ئې، تهران،نور د امریکا دسټراټژيکو ګټو په ضدفوري ګواښ نه شمیرل کیږي .
ایرناخبری آژانس د وال سټریټ ژورنالامریکائي خپرونې له قوله راپور ورکړی،امریکاله عربستانه دخپلو پيټریات توغندیو ددفاعی سسټمونو په ویستلو سره په دغه هیواد کې د خپل پوځي شتون په کمولوغور کوي.
وار سټریټ ژورنال امریکائي خپرونې د امریکائي پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړی، امریکا له عربستانه د خپلو جنګي الوتکو دوه سکواډرن ویستلي اوله دغه هیواده د پيټریاټ توغندیو د څلورو دفاعی سسټمونو د متنقلولو په حال کې ده .
ددغه راپور په اساس،امریکا همداراز په عربستان کې دخپلو پوځي ظرفیّتونو په کمولو هم غور کوي،چې په دغه هیواد کې د واشنګټن د پوځي اوڅاره شتون دپاي په معنا دی .
وال سټریټ خپرونې لیکلي دي،په سعودي عربستان کې دخپل پوځي شتون د کمولو او همداراز د پيټریاټ توغندوي سسټمونو د ویستلولپاره د امریکا فیصله د امریکا دځينوچارواکو په هغو ارزونو مشتمله ده چې په اساس ئې، تهران،نور د امریکا دسټراټژيکو ګټو په ضدفوري ګواښ نه شمیرل کیږي .
امریکا د ایران په تورنولو سره دیمن دپوځ په وسیله دخپل متخدیعنی د سعودي عربستان د تیلی تاسیساتو په شیشت کې په ورتلو وروسته،په لویدیځي آسیا سیمې کې خپل پوځي شتون دوه چنده کړی دی .