کرونا به د یمن ستونزې دوه چنده کړي
په یمن باندې د سعودي ائتلاف د حملو څه باندې پنځه کلونه وشول. په دې موده کښې یمن د دغه ائتلاف په ځمکنۍ، سمندري او هوايي محاصره کښې پاتې شوی او ډیرې سختې هوايي او ځمکنۍ حملې پرې شوې دي.
د یمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړي استازي پرون په یمن کښې د کرونا وایرس د خپریدو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دغه وایرس او د نړۍ د اقتصادي ودې کمیدل به د یمن د ولس لپاره لازیات کړاؤ او مصیبتونه رامینځته کړي.
مارټین ګریفیټس د یمن په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې یمن د کرونا د خپریدو په وړاندې ډیر زیان منونکی دی، څرګنده کړه: کرونا وایرس به د دغه هیواد مشکلات دوه برابره کړي.
په یمن باندې د سعودي ائتلاف د حملو څه باندې پنځه کلونه وشول. په دې موده کښې یمن د دغه ائتلاف په ځمکنۍ، سمندري او هوايي محاصره کښې پاتې شوی او ډیرې سختې هوايي او ځمکنۍ حملې پرې شوې دي.