بني ګانټس بیا د اسرائیلو د پارلمان له مشرۍ استعفا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90101-بني_ګانټس_بیا_د_اسرائیلو_د_پارلمان_له_مشرۍ_استعفا_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژیم د شین او د سپین ائتلاف مشر بني ګانټس پرون یوځل بیا د پارلمان له مشرۍ څخه استعفا ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2020 01:08 Asia/Kabul
  • بني ګانټس بیا د اسرائیلو د پارلمان له مشرۍ استعفا وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژیم د شین او د سپین ائتلاف مشر بني ګانټس پرون یوځل بیا د پارلمان له مشرۍ څخه استعفا ورکړه .

بني ګانټس وروسته له دې چې په تیرې پنجشنبې ورځ یې د اختلافاتو په دلیل د کابینې د لوړې د مراسمو د لغو کیدا په  خاطر  یې خپله استعفا بیرته اخیستي وه یوځل بیا له پارلمان څخه استعفا وکړه .

بني ګانټس په تیرې سه شنبې شپې د یوې (۱) موافقې په چوکاټ چې د ائتلافي کابینې د جوړولو لپاره یې د صهیونیسټ رژیم د لیکوډ ګوند له مشر او  لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې درلوله د پارلمان له مشرۍ څخه استعفا کړي وه .

ټاکل شوي وه چې په تیرې پنجشنبې ورځ د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو د کابینې د لوړې مراسم وشي خو د کابینې د څوکیو په سر د لیکوډ ګوند د غړیو ترمینځ د اختلافاتو په دلیل د لوړې مراسم سبا ورځې(یکشنبې ) ته وځنډیدل .

د اسرائیلو اوسنی لومړی وزیر نتانیاهو هڅه کوي د لیکوډ  ګوند بیلابیلو ډلو ته د مهمو څوکیو او وزارتونو په ورکولو سره د کابینې د جوړولو لپاره د خپل ګوند ټول غړي راضي کړي .

دغه راپور وايي د اسرائیلو د شین او د سپین ائتلاف مشر بني ګانټس چې له لومړي وزیر نتانیاهو سره د موافقې پراساس ټاکل شوی دی د صهیونیسټ رژیم پړاویز لومړی وزیر شي نشو کولای د پارلمان مشرۍ  وساتي او باید له خپل مقام څخه یې استعفا ورکولای .

د صهیونیسټ رژیم سرچینو ویلي دي د لیکوډ ګوند غړی« یاریو لوین» ټاکل شوي ده چې له بني ګانټس وروسته د پارلمان مشر شي .