د عراق خلکو د عربستان پرضد مظاهره وکړه
فارس خبري اژانس وايي د عراق ګڼ شمیر خلکو په بغداد کښې د سعودي عربستان د ایم بي سي ټیلي ويژن چینل د دفتر مخ ته راغونډیدا سره د بسیج ولسي ځواک د پخواني نائب رئیس شهید ابو مهدي المهندس په سپکاوي کښې د دغه ټیلي ويژن اقدام وغاند .
د عراق په سلګونو ښاریزو نن په لاسونو کښې د بینزونو په لیږدولو سره د سعودي عربستان واکمنانان د یمن په شمول په سیمه کښې د جنایتکارو اقداماتو ، وژلې او د ترهګرۍ حقیقي بیلګه وبلل او له ترهګرۍ په ملاتړ او د عراق په ملي بیلګو باندې د ګوزار کولو په شمول یې د سعودي عربستان سیاستونه وغندل .
د سعودي عربستان ایم بي سي ټیلي ويژن په یوه (۱) پروګرام کښې د عراق د ولسي بسیج ځواک الشحد الشعبي پخوانی نائب رئیس شهید ابو مهدي المهندس ترهګر وباله چې دغه سپکاوی د عمومي افکارو له منفي غبرګون او د سیمې په تیره بیا د عراق د ملت په سویه له کرکې سره مخ شو .