د فلسطین کورواکه تشکیلاتو ټولې موافقې لغو کړې
زمونږ خبریال وايي د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس له امریکا او صهیونیسټ رژیم سره د فلسطینیانو ټولې موافقې لغو کړې .
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوشمیر سیمو د یوځاې کولو لپاره د صهیونیسټ رژيم له هڅې وروسته وویل د فلسطین ازادي غواړي تنظیم ساف او کورواکه تشکیلات به نور له امریکا او صهیونیسټ رژیم سره خپلو موافقو ته پاې بند نه وي .
محمود عباس امریکا د فلسطین د خلکو پرضد د اعمال شوي ظلم مسوله وبلله او ویې ویل واشنګټن د اسرائیلو په غاصبانه اقداماتو کښې له تل ابیب سره شریک دی .
د صهیونیسټ رژيم چارواکو څه موده مخکې موافقه وکړه د روان میلادي کال په جولاۍ میاشت کښې له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوشمیر ځمکو د یوځاې کولو پلان اجرايي کړي .
اټکلونه شته چې په دغه الحاق کښې به د اردن سیند د لویدیځې غاړې څه د پاسه دیرش (۳۰) فیصده ځمکې شاملې وي .