صهیونیسټي رژيم دنړیوالې سولې لپاره جدي چیلنج دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90217-صهیونیسټي_رژيم_دنړیوالې_سولې_لپاره_جدي_چیلنج_دی
د ایران خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې فلسطین داسلامی نړۍ لپاره یوه چورلیزي موضوع ده ، زیاته کړې ، که څه هم ځينی عربی هیوادونو په تیرو وختونو کې دکیمپ ډيویډ په تړون او په همداوروستیو کې د سعودي رژيم له سیاستونو سره ځانونه له اسرائيلو سره او د فلسطین د آ ئيډیاؤ په ضد غږمله کړي دي ، خو د فلسطین موضوع داسې موضوع نه ده چې په دغو رودو سره هیره شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2020 00:42 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژيم دنړیوالې سولې لپاره جدي چیلنج دی

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې فلسطین داسلامی نړۍ لپاره یوه چورلیزي موضوع ده ، زیاته کړې ، که څه هم ځينی عربی هیوادونو په تیرو وختونو کې دکیمپ ډيویډ په تړون او په همداوروستیو کې د سعودي رژيم له سیاستونو سره ځانونه له اسرائيلو سره او د فلسطین د آ ئيډیاؤ په ضد غږمله کړي دي ، خو د فلسطین موضوع داسې موضوع نه ده چې په دغو رودو سره هیره شي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد ظریف په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، وحشي صهیونیسټي رژيم  یو داسې  نړیوال مشکل دی  چې  په ایټمي او ډل وژونکو وسلو سره  دنیا ګواښي .

 جواد ظریف  همداراز  دفلسطین  موضوع د ایران د ملت او حکومت د بهرنی سیاست  لومړیتوب بللی او وئيلي ئې دي ، دایران اسلامی انقلاب هم  د اسلامی نړۍ  لپاره  خپلې  اندیښنې ته په پام سره باید  د فلسطین دم لت د حقه غوښتنو ترڅنګ   وي .

   د ایران  خارجه وزیر  په دې خبرې په ټينګار سره چې  فلسطین  داسلامی نړۍ لپاره یوه چورلیزي  موضوع ده ،  زیاته کړې ، که څه هم  ځينی عربی هیوادونو په تیرو وختونو کې   دکیمپ ډيویډ  په تړون او  په همداوروستیو کې   د سعودي رژيم له سیاستونو سره  ځانونه  له اسرائيلو سره  او د فلسطین د آ ئيډیاؤ په ضد غږمله کړي دي ، خو د فلسطین موضوع  داسې موضوع نه ده چې  په دغو رودو سره  هیره شي .

 جواد ظریف ددې خبرې په  کولو سره چې  د لویدیځي  آسیا سیمې تر ټولو سترګواښ  د صهیونیسټ رژيم  د  نیواکګرۍ او وسلو  سیاستونو له کبله  دی ، روښانه کړې ، د نړۍ لپاره د صهیونیسټي رژيم  خطرې په درستو هیوادونو کې مطرح دي  او حتی  په امریکا او اروپا کې ډيرو په څرګنده وئيلي   دي ،د دوي سیاستونه  صهیونیسټي رژية او د  هغو ملاتړو برمته کړي دي .

 دایران خارجه وزیر  په دوام کې د صهیونیسټي رژيم تر ټولو ستر بحران د مشروعیّت بحران بللی او وئيلي ئې دي ،  دغه وحشي رژ يم  هم د داخلی مشروعیّت  او هم  د نړیوال مشروعیّت بحران لري .