دعراق په کرکوک کې د داعشی تکفیریانو ستره حمله ناکامه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90283-دعراق_په_کرکوک_کې_د_داعشی_تکفیریانو_ستره_حمله_ناکامه_شوه
دعراق په شمال او لویدیځي سیمو کې د داعش ډلې له ناکامیدو سره سره ، ددغې ډلې ځيني جنایتکار او وګړي هماغه راز په دغه هیواد کې په ځینو سیمو کې پټ فعالیتونه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2020 10:44 Asia/Kabul
  • دعراق په کرکوک کې د داعشی تکفیریانو ستره حمله ناکامه شوه

دعراق په شمال او لویدیځي سیمو کې د داعش ډلې له ناکامیدو سره سره ، ددغې ډلې ځيني جنایتکار او وګړي هماغه راز په دغه هیواد کې په ځینو سیمو کې پټ فعالیتونه کوي .

زمونږخبریال راپورراکړ د عراق دالحشد الشعبي مبارز ولسی ځواک نن په یوېاعلامیې کې وئيلی دي،دغه مبارز ځواک له پوځ سره په یولړ ګډو عملیاتو کې ددغه هیواد په کرکوک ولایت کې  په قشقایه  سیمې باندې دداعشي تکفیریانو ستر یرغل ناکام کړی دی .

 داعشي تکفیري  جنایتکارو نن سهار هڅه کړې د کرکوک ولایت په قشقایه سیمې مسلط شي،چې د تکفیری ترهه ګرو د غه هڅه د الحشد الشعبي  ولسي مبارز ځواک په موقعې  په عمل سره ناکامه شوه .

 داپه داسې حال کې دي چې دعراق الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک  له دې مخکې هم په بابل او دیاله ولایتونو باندې د تکفیري داعشیانو  یرغلونه  هم ناکام کړي دي .

 دعراق په شمال او لویدیځي سیمو کې د داعش ډلې  له ناکامیدو سره سره ،  ددغې ډلې ځيني جنایتکار او وګړي  هماغه راز په دغه هیواد کې په ځینو سیمو کې پټ فعالیتونه کوي .