سعودي عربستان د اوربند خلاف ورزیو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90415-سعودي_عربستان_د_اوربند_خلاف_ورزیو_ته_دوام_ورکړی
زمونږ خبریال وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا په دغه هیواد کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2020 01:08 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د اوربند خلاف ورزیو ته دوام ورکړی

زمونږ خبریال وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا په دغه هیواد کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکړ .

هغه په دې خبرې سره چې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف هماغه راز په یمن کښې د خپل د ادعا وړ اوربند خلاف ورزۍ کوي وویل د سعودي عربستان تیریګرو په تیرو اوو (۷) ورځو کښې څه دپاسه شل (۲۰) ځله د یمن په بیلابیلو سیمو حملې او بمبارې کړي دي .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل سعودي عربستان دغه حملې په مارب ، الجوف ، تعز ، الضالح او البیضا ولایتونو کښې کړي دي .

هغه وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې له نهمې (۹) نیټې راهسې د یمن په بیلابیلو سیمو باندې یوسل شل (۱۲۰) پوځي حملې او یوزر او پینځه سوه شپږ اتیا (۶۸۰) ځله هوايي بریدونه کړي دي .

سعودي عربستان له ۲۰۱۵  میلادي کال راهسې د امریکا د انګلستان د متحده عربي اماراتو د اردن د اسرائیلو او د ځینو نورو عربو هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره د یمن د بې ګناه خلکو پرضد بریدونو او حملو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی .

سعودي عربستان تراوسه د یمن څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژلي او په میلیونو نور یې کډوال کړي هم دي .