سعودي عربستان د اوربند خلاف ورزیو ته دوام ورکړی
زمونږ خبریال وايي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع پرون د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا په دغه هیواد کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکړ .
هغه په دې خبرې سره چې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف هماغه راز په یمن کښې د خپل د ادعا وړ اوربند خلاف ورزۍ کوي وویل د سعودي عربستان تیریګرو په تیرو اوو (۷) ورځو کښې څه دپاسه شل (۲۰) ځله د یمن په بیلابیلو سیمو حملې او بمبارې کړي دي .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل سعودي عربستان دغه حملې په مارب ، الجوف ، تعز ، الضالح او البیضا ولایتونو کښې کړي دي .
هغه وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې له نهمې (۹) نیټې راهسې د یمن په بیلابیلو سیمو باندې یوسل شل (۱۲۰) پوځي حملې او یوزر او پینځه سوه شپږ اتیا (۶۸۰) ځله هوايي بریدونه کړي دي .
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د امریکا د انګلستان د متحده عربي اماراتو د اردن د اسرائیلو او د ځینو نورو عربو هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره د یمن د بې ګناه خلکو پرضد بریدونو او حملو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی .
سعودي عربستان تراوسه د یمن څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژلي او په میلیونو نور یې کډوال کړي هم دي .