په یمن کې۲۰میلیون خلک له کرونائي ککړتیا سره مخ دي
په تقریبا پنځو کلونو کې له امریکا او اماراتو په استثنا سره ، دسعودي نور درست متحدان له دغه تیریګر ائيتلافه وتلي دي او ابوظبئ هم همدااوس د یمن په جنوب کې د ریاض په وړاندې د یوه پخواني متحد په ځاي یو سیال بدل شوی دی .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ دملګروملتوپراختیائي پروګرام دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي ،دیمن څه دپاسه شل میلیون او یو زر یمن وال له بوږنونکي لوږې او قخطۍ سره لاس او ګریوا ن دي اوپه کرونا ویروس دککړتیا له خطرې سره مخامخ شوي دي .
راپور ښئ په یمن کې د وروستیو احصایو په اساس،په دغه بې وځله او بې څوکه هیواد کې څ لور سوه نولس کسان په کرونا ویروس ککړ شوي چې له دوي کابو پنځه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی .
سعودي عربستان د امریکا ، متحده عربی اماراتو او ځو نورو هیوادونو په بشپړ ملاتړ او مرستو سره د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې په یمن هراړخیز پوځي تیري او ددغه هیواد مځکنۍ ، سمندري او ه وائي کلانبدي اوج ته رسولي ، خو په تقریبا پنځو کلونو کې له امریکا او اماراتو په استثنا سره ،دسعودي نور درست متحدان له دغه تیریګر ائيتلافه وتلي دي او ابوظبئ هم همدااوس د یمن په جنوب کې د ریاض په وړاندې د یوه پخواني متحد په ځاي یو سیال بدل شوی دی .
په یمن د سعودي عربستان د تیریو له امله تردې دمه دمین په لسګونو زره بې ګناه ښځې ماشومان او بوډاګان قتل عام شوي او دملګروملتو د راپورونو په اساس ، په دغه هیواد کې قخطي او لوږه په نړۍ کې په یوې تر ټولو سترې بوږنونکي ا نساني غمیزې بدله شوې ده ..