د یمن خلکو د اماراتو د پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90630-د_یمن_خلکو_د_اماراتو_د_پوځیانو_د_وتلو_غوښتنه_وکړه
فارس خبري اژانس وايي د یمن په سلګونو خلکو په جنوب کښې په سقطری ولایت کښې په مظاهرو سره له خپل هیواد څخه د متحده عربي اماراتو د عسکرو او د هغوې د ګوډاګیانو د وتلو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2020 00:21 Asia/Kabul
  • د یمن خلکو د اماراتو د پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه

فارس خبري اژانس وايي د یمن په سلګونو خلکو په جنوب کښې په سقطری ولایت کښې په مظاهرو سره له خپل هیواد څخه د متحده عربي اماراتو د عسکرو او د هغوې د ګوډاګیانو د وتلو غوښتنه وکړه .

د یمن د سقطری ولایت خلکو پرون په مظاهرو سره د هیواد په جنوب کښې د کورواکۍ د اعلانولو په هکله د جنوب د انتقالي شورا د ځواکونو فیصله مردوده وبلله .

د یمن د جنوب انتقالي شورا چې د متحده  عربي اماراتو تر ملاتړ لاندې ده د اپریل میاشتې په پاې کښې په عدن او نورو جنوبي ولایتونو کښې د بیړني حالت په اعلانولو سره کورواکۍ اعلان کړه .

بل خبر دا چې د یمن سرچینو په جنوب کښې متحده عربي اماراتو ته د اړونده ځواکونو او د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې د استعفا شوي حکومت عبدربه منصور هادي د ګوډاګیانو ترمینځ د نښتې د دوام خبر ورکړ .

دغه راپور وايي چې د سعودي عربستان ګوډاګیانو د یمن په ابین(Abin) ولایت کښې د جنوب د انتقالي شورا د ځواکونو په مورچو باندې  حملې سره د ځینو سیمو کنټرول ترلاسه کړ .