د سوریې عسکرو د ترهګرو ډلو حمله په شاوتمبوله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90633-د_سوریې_عسکرو_د_ترهګرو_ډلو_حمله_په_شاوتمبوله
زمونږ خبریال وايي د سوریې پوځ پرون القاعده ته د اړونده ترهګرو د مرکزونو پرضد په غږمله هوايي او ځمکنیو بریدونو سره د هیواد په شمال کښې د ادلب ولایت او په شمال لویدیځ کښې حماه ولایت ته د هغوې د نفوذ مخه ونیوله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2020 00:53 Asia/Kabul
  • د سوریې عسکرو د ترهګرو ډلو حمله په شاوتمبوله

زمونږ خبریال وايي د سوریې پوځ پرون القاعده ته د اړونده ترهګرو د مرکزونو پرضد په غږمله هوايي او ځمکنیو بریدونو سره د هیواد په شمال کښې د ادلب ولایت او په شمال لویدیځ کښې حماه ولایت ته د هغوې د نفوذ مخه ونیوله .

که څه هم ترهګرې ډلې په سوریې کښې نوره  هیڅ  سیمه په نیواک کښې نلري خو کله نه کله په مهمو ځایونو بریدونه کوي چې هر ځل په شا تمبول کیږي .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادي کال راهسې د سعودي عربستان د امریکا د انګلستان د متحده عربي اماراتو، ترکیې د اردن د بحرین او د نورو عربو او اروپايي هیوادونو تر ملاتړ لاندې د ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی چې اوس هم دوام لري .

د سوریې پوځ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي سلاکارانو په مرستو او د روسیې په ملاتړ سره وتوانید چې په هیواد کښې د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې دوسیه وتړي .