د اسرائیلو پرضد باید نړیواله جبهه جوړه شي
زمونږ خبریال وايي د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزیر ریاض المالکي د اسلامي ملګرتیا موسسې په اینټرنیټي غونډې کښې له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو د پلان د ناکامولو لپاره د نړیوالې جبهې د جوړیدا غوښتنه وکړه .
هغه په دغه غونډې کښې چې پرون د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره شوه وویل له اسرائیلو سره د فلسطین د ټاټوبي د یوځاې کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم پلان باید له مینځه یوړل شي چې هیڅکله د اجرا پړاو ته ونه رسیږي .
د فلسطین خارجه وزیر ریاض المالکي د ملګروملتونو په امنیت شورا ، عمومي ټولنې ، د بشري حقوقو په شورا او په نړیوالو محکمو غږ وکړ د اسرائیلو له چارواکو د پلټڼې او د هغوې د محاکمه کولو لپاره لاس په کار شي .
هغه ټینګار وکړ د فلسطین خلک به د اسرائیلو د پلان د ناکامولو لپاره خپل مقاومت ته دوام ورکړي او په خپل ټاټوبي او د قدس شریف په پلازمینه په خپلواکه او واکمنۍ لرونکي هیواد کښې به له عزت څخه په ډک ډول ژوند ته دوام ورکړي .