د اسرائیلو پرضد باید نړیواله جبهه جوړه شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90673-د_اسرائیلو_پرضد_باید_نړیواله_جبهه_جوړه_شي
زمونږ خبریال وايي د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزیر ریاض المالکي د اسلامي ملګرتیا موسسې په اینټرنیټي غونډې کښې له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو د پلان د ناکامولو لپاره د نړیوالې جبهې د جوړیدا غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2020 00:21 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو پرضد باید نړیواله جبهه جوړه شي

زمونږ خبریال وايي د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزیر ریاض المالکي د اسلامي ملګرتیا موسسې په اینټرنیټي غونډې کښې له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو د پلان د ناکامولو لپاره د نړیوالې جبهې د جوړیدا غوښتنه وکړه .

هغه په دغه  غونډې کښې چې پرون د ویډیو کانفرنس له لارې ترسره شوه  وویل له اسرائیلو سره د فلسطین د ټاټوبي د یوځاې کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم پلان باید له مینځه یوړل شي چې هیڅکله د اجرا پړاو ته ونه رسیږي .

د فلسطین خارجه وزیر ریاض المالکي د ملګروملتونو په امنیت شورا ، عمومي ټولنې ، د بشري حقوقو په شورا او په  نړیوالو محکمو غږ وکړ د اسرائیلو له چارواکو د پلټڼې او د هغوې د محاکمه کولو لپاره لاس په کار شي .

هغه ټینګار وکړ د فلسطین خلک به د اسرائیلو د پلان د ناکامولو لپاره خپل مقاومت ته دوام ورکړي او په خپل ټاټوبي او د قدس شریف په پلازمینه په خپلواکه او واکمنۍ لرونکي هیواد کښې به  له عزت څخه په ډک ډول  ژوند ته دوام ورکړي .