جهاد اسلامی له اسراییلوسره د اماراتود اړیکوپه عادی کولو نیوکه وکړه
Jun 13, 2020 01:38 Asia/Kabul
ده همداراز په سیمه کې د صیهونیسټانو د شتون د پیاوړتیا لپاره د ځینو عربی هیوادونو په هلو ځلو هم اندیښنه څرګنده کړه .
د المیادین خبری چینل له راپور سره سم د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ یوه لوړ رتبه غړی احمد المدلل په امریکا کی د اماراتو سفیر د مقالې د خپرولو په غبرګون کی په پوځی او امنیتی ډګر کی له صیهونیسټ رژیم سره د ابوظهبۍ د ملګرتیا وړاندیز د سیمې د سولې او ثبات لپاره خطرناک وباله .
ده همداراز په سیمه کې د صیهونیسټانو د شتون د پیاوړتیا لپاره د ځینو عربی هیوادونو په هلو ځلو هم اندیښنه څرګنده کړه .
له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د دغو هیوادونو هڅه په داسې حال کی ده چی دغه رژیم د فلسطینانو په ځپلو سربیره په ډیرو اسلامی ، عربی سیمو کې ډیر جنایتونه کړی دي .
ټیګونه