امارات له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولومهندس
بله موضوع دا ده چی په وروستیو میاشتو کې له صیهونیسټ رژیم د اماراتو ملاتړ کونکی کړچار د العتیبه په یادښت او یا د پیړۍ معاملې په دستورو کې د هغه په شتون پورې نه محدودیږی بلکې په وروستیو کې د اماراتو دوې الوتکې فلسطین ته د طبی مرستو د ورلیږلوپه پلمه د تل ابیب په هوایی ډګر کی کښینستې
په واشنګټن کې د اماراتو سفیر یوسف العتیبه د عبری ژبې یدیعوت احارونوت ورځپاڼۍ لپاره په یوه یادښت کې له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو له عادی کیدا ملاتړ وکړ او ویې لیکل ابوظهبی داسې دروازه کیدلې شی چی د اسراییلو رژیم له سیمې او نړۍ سره وتړی .
امارات یو هغه عربی هیواد دې چی له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره مخکې شوې دې . په دې هکله ډیرې نښې نښانې شته خو یوه یې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په وسیله د پیړۍ د معاملې له توکم پالې طرحې د رونماۍ په دستورو کې په واشنګټن کې د اماراتو د سفیر یوسف العتیبه شتون دې . اوس هم دا العتیبه دې چی په یدیعوت احارونوت عبری ژبه ورځپاڼه کې یې خپل یادښت خپور کړی دی او له دغه رژیم سره یې د اړیکو له عادی کولو ملاتړ کړی دې . د العتیبه دا کړنې ښی چی د صیهونیسټ رژیم په وړاندی د اماراتو سیاست د امریکا تر نغوذ لاندې دې .
بله موضوع دا ده چی په وروستیو میاشتو کې له صیهونیسټ رژیم د اماراتو ملاتړ کونکی کړچار د العتیبه په یادښت او یا د پیړۍ معاملې په دستورو کې د هغه په شتون پورې نه محدودیږی بلکې په وروستیو کې د اماراتو دوې الوتکې فلسطین ته د طبی مرستو د ورلیږلوپه پلمه د تل ابیب په هوایی ډګر کی کښینستې . لومړې الوت له کومې ارم اوسټیکر پرته د تل ابیب په هوایی ډګر کی کښینسته خو دوهم الوت چی د تیرې شورو په ورځ ترسره شو ، د الاتحاد د هوایی شرکت په ارم سره ترسره شو . اماراتو فلسطینیانو ته د طبی مرستو د ورلیږلو ادعا کوی چی پخپله فلسطینیانو د دغو مرستو له منلو ډډه کړی ده او ویلی یې دي د ابوظهبۍ دا اقدام له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو په لړ کې شوې دې .
د اماراو دا کړچارونه په داسې حال کی دي چی صیهونیسټ رژیم له نیواکی ټاټوبیو سره د لویدیځې غاړې د ځینو برخو د شاملولو کوشش کوی او مقرره ده د راتلونکی جولای له لومړۍ نیټې هم دا د نیواک طرحه اجرا کړی . داسې ښکاری ، په داسې حال کی چی فلسطینان له صیهونیسټ رژیم سره د مقابلې موضوع تعقیبوی او غواړی چی اسراییل د لویدیځې غاړې ځینې سیمې په نیواکی ټاټوبې کې شاملې نکړې شی ، ، د اماراتو په شمول د عربی هیوادونو په وسیله د پیړۍ معاملې د طرحې نور اړخونه اجراکیږی . په دې اساس د اماراتو دغه کړچار د دې په ترڅ کې چی د صیهونیسټ رژیم په وسیله د فلسطینی ټاټوبی له نیواکه ملاتړ دې ، له فلسطیین سره ښکاره خیانت هم حسابیږی . په همدې لړ کې د فلسطین دحماس ویندوی عبدالطیف القانوع د العتیبه د یادښت په غبرګون کی د دې خبرې په کولو سره چی له صیهونیست رژیم سره د اړیکو عادی کول د فلسطینی ملت او د هغه د شرسیندنو په شا د زهرجن چاقو ګوزار دې ، وویل له نیواکګر رژیم سره د اړیکو عادی کول هغه خطرناکه مسله ده چی د پیړۍ په معاملې ک راغلی او د فلسطین د مسلې تباهۍ تعقیبوی .
پر دغو سیاسی کړنو سربیره امارت د امنیتی او اقتصادی ملګرتیاو له لارې هم له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو په عادی کولو پسې دې . د صیهونیسټ رژیم دتیلی ویژیون دوهم چینل اینټرنیټي سایټ په ۲۰۱۶ کال کی ولیکل د اماراتوپام وړ پانګه وال د کورونو د جوړولو حتی د قدس شریف د یهودی جوړونې په پروژه کې ګډون لري .