د سوریې پرضد بندیزونه د قانون خلاف ورزۍ ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90832-د_سوریې_پرضد_بندیزونه_د_قانون_خلاف_ورزۍ_ده
زمونږ خبریال وايي د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د سزار (قیصر) قانون په چوکاټ کښې د دمشق پرضد د امریکا بایکاټونه د نړیوالو قوانینو او د بشري حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 18, 2020 12:12 Asia/Kabul
  • د سوریې پرضد بندیزونه د قانون خلاف ورزۍ ده

زمونږ خبریال وايي د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د سزار (قیصر) قانون په چوکاټ کښې د دمشق پرضد د امریکا بایکاټونه د نړیوالو قوانینو او د بشري حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله .

د سوریې د باندنیو چارو وزارت وویل د امریکا حکومت چې د خپل  هیواد د جنایتونو او د خپلو ښاریزو د وژلې له تاریخ څخه په بیلګه اخیستلو سره ترټولو بده توکمپالنه غوره کړي ده د بشري حقوقو په هکله د څه ویلو حق نلري.

دغه بیانیه زیاتوي هیڅوک د سوریې له خلکو د ملاتړ په هکله د امریکا د ولسمشر او د دغه هیواد د چارواکو په ادعاګانو نه  غولیږي ځکه چې د دوې سیاستونه چې په سیمه کښې د اسرائیلو د  ګټو په خدمت کښې نابودۍ او بې ثباتۍ ډالۍ کوي ایشوا شوي دي .

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د امریکا د اقداماتو په وړاندې د خپل هیواد د ملت د پوځ او د حکومت په مقاومت ټینګار سره وویل د سوریې خلک او پوځ به په هماغه ارادې او عزم سره چې ترهګرو ډلو ته یې ماتي ورکړه د ظالمانه بایکاټونو په  مقابل کښې هم ودریږي .

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو پرون د سوریې د حکومت پرضد د بایکاټونو د اعمالیدا د پیلیدا خبر ورکړ .

د سوریې د ولسمشر بشار اسد او د هغه د میرمنې په شمول د دغه هیواد نهه دیرش (۳۹) شخصیتونه د سزار د قانون په چوکاټ کښې د امریکا په بندیزونو کښې شامل دي .