د تل اویو خلکو د نیواک د پلان پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90860-د_تل_اویو_خلکو_د_نیواک_د_پلان_پرضد_مظاهرې_وکړې
هاارتص(Haaretz) ورځپاڼې راپور ورکړ د تل اویو(Tel Aviv ) په سلګونو وسیدونکو د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د نیواک لپاره د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پلان پرضد مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2020 09:26 Asia/Kabul
  • د تل اویو خلکو د نیواک د پلان پرضد مظاهرې وکړې

هاارتص(Haaretz) ورځپاڼې راپور ورکړ د تل اویو(Tel Aviv ) په سلګونو وسیدونکو د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د نیواک لپاره د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پلان پرضد مظاهرې وکړې .

په دغو مظاهرو کښې  ګډون کونکو د تل اویو  په اصلي څلور لارې او مرکزي میدان کښې په شتون سره د شعارونو په ورکولو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو نیواک د تاوتریخوالي د زیاتیدا سبب بللی او د صهیونیسټ رژیم په کابینې یې غږ وکړ  چې دغه پلان بند کړي .

د اسرائیلو مظاهره چیانو دغه راز له کابینې وغوښتل د نیواک د پلان پرځاې د فلسطین له خلکو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي چې سیمې ته د ثبات د بیرته ستنیدا زمینه برابره شي .

تیره اونۍ هم د اسرائیلو څه دپاسه شپږ زره (۶۰۰۰) خلکو د لویدیځې غاړې د ډیرو سیمو د نیواک د پلان پرضد مظاهرې کړي وې .

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان پراساس نیت لري د ولسمشر ټرمپ په ملاتړونو سره د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په لومړیو کښې د اردن سین د لویدیځې غاړې دیرش (۳۰) فیصده ځمکې له نیواکي ټاټوبو سره یوځاې کړي .