یوې چاودنې د سوریې ۳۱ پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله
Jun 21, 2020 03:06 Asia/Kabul
د درعا ولایت په اطرافو کښې د سوریې د پوځي ځواکونو د بس په لاره کښې د سړک غاړې د ماین چاودیدو له امله ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوړیدله.
د درعا ولایت په اطرافو کښې د سوریې د پوځي ځواکونو د بس په لاره کښې د سړک غاړې د ماین چاودیدو له امله ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوړیدله.
الجزیره خبري چینل خبر ورکړی چې د سوریې د درعا ولایت په ختیځ کښې د کحیل-السهوه لوې لارې کښې د دغه هیواد د پوځیانو د بس په لاره کښې د ترهګرو له خوا د ښخ کړي بم د چاودیدو په پیښه کښې ۱۵ تنه شامي پوځیان مړه او لږترلږه ۱۶ نور زخمي شوي دي.
له سوریې یو بل خبر دا چې د داعش په ترهګرې ډلګۍ کښې ترټولو خطرناک امنیتي کس په ابوسعد الشمالي مشهور فایز العکال پرون د حلب ولایت د ختیځ په الباب ښار کښې د سوریې د پوځ په ډرون حمله کښې ووژل شو.
ټیګونه