د خارجي هیوادونو استازیو په مظاهرو کښې ګډون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90978-د_خارجي_هیوادونو_استازیو_په_مظاهرو_کښې_ګډون_وکړ
فارس خبري اژانس وايي په فلسطین کښې دیره په لسګونو خارجي سفیرانو او استازیو په اریحا ښار کښې د زرګونو کسانو په مظاهرو کښې ګډون کولو سره له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د یوشمیر سیمو د یوځاې کولو په پلان اعتراض وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2020 09:02 Asia/Kabul
  • د خارجي هیوادونو استازیو  په مظاهرو کښې ګډون وکړ

فارس خبري اژانس وايي په فلسطین کښې دیره په لسګونو خارجي سفیرانو او استازیو په اریحا ښار کښې د زرګونو کسانو په مظاهرو کښې ګډون کولو سره له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د یوشمیر سیمو د یوځاې کولو په پلان اعتراض وکړ .

په دغو مظاهرو کښې چې بیګا له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو په پلان اعتراض کښې وشوې د ملګروملتونو ، د اروپايي اتحادیې د چین او د روسیې او د یوشمیر اروپايي او لویدیځو هیوادونو استازیو ګډون درلود .

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو ویاند ابراهیم ملحم وویل په صهیونیسټ ضد مظاهرو کښې د خارجي سفیرانو او د استازیو ګډون د اردن سین د لویدیځې غاړې د نیواک د پلان د اجرا د مخه د نیولو لپاره هڅه ده کوم چې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ او د فلسطین د ملت په حق باندې تیری ګڼل کیږي .

د لویدیځې اسیا په چارو کښې د ملګروملتونو غږملونکي نیکلای ملادینوف هم په دغه مظاهرو کښې په دې خبرې ټینګار سره چې له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو پلان د نړیوالو قوانینو پرخلاف دی وویل که چیرې دغه پلان اجرا شي نو د فلسطین د خپلواکه هیواد د له مینځه تلو سبب به شي .