له عراق څخه د خارجي عسکرو وتل اړین دي
Jun 26, 2020 00:52 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي وویل د بغداد حکومت د امریکا د عسکرو د وتلو په هکله له واشنګټن سره په ستراتيژیکو خبرو کښې بریالی دی .
هغه پرون خبریالانو ته وویل عراق به د بهرنیو دسیسو په مقابل کښې مقاومت وکړي او هیڅ لوري ته به د خپل امنیت د ګواښلو اجازه ورنکړي .
د عراق او د امریکا ستراتيژیکې خبرې اترې د جون د میاشتې په یولسمه (۱۱) نیټه د ویډیو کانفرنس له لارې پیل شوي او دواړو هیوادونو د بیلابیلو موضوعګانو په تیره بیا له عراق څخه د امریکا د عسکرو د وتلو په هکله خبرې وکړې .
د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي دغه راز په نږدې راتلونکي کښې د هیواد د سرحدي لارو د امنیت د تامینولو لپاره د چاڼیزو عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ .
ټیګونه