له عراق څخه د خارجي عسکرو وتل اړین دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91048-له_عراق_څخه_د_خارجي_عسکرو_وتل_اړین_دي
زمونږ خبریال وايي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي وویل د بغداد حکومت د امریکا د عسکرو د وتلو په هکله له واشنګټن سره په ستراتيژیکو خبرو کښې بریالی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2020 00:52 Asia/Kabul
  • له عراق څخه د خارجي عسکرو وتل اړین دي

زمونږ خبریال وايي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي وویل د بغداد حکومت د امریکا د عسکرو د وتلو په هکله له واشنګټن سره په ستراتيژیکو خبرو کښې بریالی دی .

هغه پرون خبریالانو ته وویل عراق به د بهرنیو دسیسو په مقابل کښې مقاومت وکړي او هیڅ لوري ته به د خپل امنیت د ګواښلو اجازه ورنکړي .

د عراق او د امریکا ستراتيژیکې خبرې اترې د جون د میاشتې په یولسمه (۱۱) نیټه د ویډیو کانفرنس له لارې پیل شوي  او دواړو هیوادونو  د بیلابیلو موضوعګانو په تیره بیا له عراق څخه د امریکا د عسکرو د وتلو په هکله خبرې وکړې .

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي دغه راز په نږدې راتلونکي کښې د هیواد د سرحدي لارو د امنیت د تامینولو لپاره د چاڼیزو عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ .