د صهیونسټ رژیم د شاتګ لاره مقاومت کول دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91182-د_صهیونسټ_رژیم_د_شاتګ_لاره_مقاومت_کول_دي
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم د صهیونیسټانو د شاتګ یوازنۍ لاره مقاومت وباله او ویې ویل د فلسطین ملت په بیلابیلو سیمو کښې د مظاهرو په ترسره کولو سره دغه پیغام ورکړ چې هماغه راز د بریالیتوب تر تحقق پورې مقاومت ته دوام ورکوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2020 23:43 Asia/Kabul
  • د صهیونسټ رژیم د شاتګ لاره مقاومت کول دي

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم د صهیونیسټانو د شاتګ یوازنۍ لاره مقاومت وباله او ویې ویل د فلسطین ملت په بیلابیلو سیمو کښې د مظاهرو په ترسره کولو سره دغه پیغام ورکړ چې هماغه راز د بریالیتوب تر تحقق پورې مقاومت ته دوام ورکوي .

هغه پرون له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل نیواکګران داسې فکر کوي چې د فلسطین د خلکو لخوا له هیڅ ډول مقاومت پرته کولای شي ډیرې سیمې ونیسي دا په داسې حال  کښې دي چې دغه ټول پلانونه به د فلسطین د خلکو مقاومت ځان پسې ولري .

قاسم په دې خبرې سره چې د امریکا ولسمشر ټرمپ او د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ترټولو ساده نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي وویل نن سبا په نړیواله ټولنه کښې له صهیونیسټانو په ملاتړ کښې د امریکا د دریځ د څنګ ته کیدا کتونکي یوو .

هغه د امریکا حکومت د نړیوال استکبار بیلګه وباله .

د فلسطین خلکو پرون له نیواکي ټاټوبي یعني اسرائیلو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو له پلان سره د  مخالفت او د پیړۍ د معاملې د پلان د غندلو لپاره مظاهرې وکړې .