د سوریې له خلکو سره په زیاتو مرستو ټینګار وشو
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ، روسیې او د ترکیې ولسمشرانو د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا ، وحدت، خپلواکۍ او واکمنۍ ته په ژمنتیا د ټینګار په ترڅ کښې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ له توپیر ، وارمخکې شرط او سیاري کارۍ لیرې د سوریې له ټولو خلکو سره خپلې مرستې زیاتې کړي .
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د استانه د بهیر د مشرانو د ویډیو کانفرنس له لارې په ګډې بیانیې کښې یادونه وکړه د سوریې شخړه پوځي حل لاره نلري او دغه شخړه به یوازې د سوریې د خلکو په وسیله د سیاسي بهیر له لارې او د ملګروملتونو لخوا د اسانتیا په برابرولو سره حل شي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني دغه راز د سوریې خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ته احترام مهم اصل وباله او ټینګار یې وکړ د امریکا ترهګر پوځیان باید زر تر زره له ټولې سیمې په تیره بیا له سوریې ووځي او د سوریې په ټولو سیمو کښې د حکومت واکمنۍ باید پراخه شي .
حسن روحاني وویل په سوریې کښې د امریکا رژیم د نیواکګرو عسکرو ناجایز شتون د دغه هیواد او د لویدیځې اسیا سیمې لپاره د بې ثباتۍ په رامینځته کونکي عامل بدل شوی دی .