د ایران او د سوریې پوځي موافقه ډیر اهمیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91397-د_ایران_او_د_سوریې_پوځي_موافقه_ډیر_اهمیت_لري
زمونږ خبریال وايي د سوریې د ولسمشر بشار اسد د سیاسي او د رسنیو د چارو سلاکارې میرمن بثنیه شعبان له تهران سره د ګډې پوځي موافقې لاسلیک کیدل د امریکا د «سزار» قانون د ماتي لپاره لومړی ګام وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2020 00:23 Asia/Kabul
  • د ایران او د سوریې پوځي موافقه ډیر اهمیت لري

زمونږ خبریال وايي د سوریې د ولسمشر بشار اسد د سیاسي او د رسنیو د چارو سلاکارې میرمن بثنیه شعبان له تهران سره د ګډې پوځي موافقې لاسلیک کیدل د امریکا د «سزار» قانون د ماتي لپاره لومړی ګام وباله .

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري او د سوریې د وسله والو ځواکونو د قومندان ځای ناستي او دفاع وزیر برید جنرال علي عبدالله ایوب په تیرې چهارشنبې ورځ په دمشق کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوځي ملګرتیا جامع موافقه لاسلیک کړه .

د سوریې د ولسمشر بشار اسد د رسنیو او د سیاسي چارو سلاکارې میرمن بثنیه شعبان د یمن له المسیره ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د سزار قانون په چوکاټ کښې د امریکا بایکاټونه غیر قانوني وبلل  او  هغه یې د سوریې د خلکو پرضد یو مجرمانه اقدام وګاڼه  وویل هماغه ډول چې کلابندۍ ایران لا پسې قوی کړ سوریه هم دغه توان لري چې دغه کلابندۍ په فرصت بدله کړي او قوي شي .

هغې دغه راز د امریکا له ظالمانه بایکاټونو سره د مقابلې لپاره د سوریې نور اقدامات د مقاومت د چورلیز له هیوادونو سره د ملګرتیا د سویې زیاتول وباله او زیاته یې کړه دمشق به  د چین او د روسیې په شان د ختیځ له چورلیز سره ب خپلې اړیکې پیاوړي کړي .

د سزار قانون  د امریکا ولسي جرګې کانګرس تیر کال تصویب  کړ او د روان میلادي کال له جون میاشتې څخه اجرايي شو .

د دغه قانون پراساس د امریکا حکومت غواړي د سوریې د شخصیتونو او موسسو پرضد سخت بایکاټونه ولګوي او هغوې له مشکل سره مخ کړي .

د امریکا حکومت دغه راز له دغه قانون څخه په استفادې کولو سره د سوریې د بیا رغونې په پړاو کښې د دمشق متحدانو ته د ګوزار د ورکولو هڅه  کوي .

امریکا له دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال راهسې له  ترهګرو ډلو د ملاتړ په لړ کښې په سوریې باندې ډول ډول بندیزونه لګولي دي .

امریکا له سعودي عربستان ، ترکیې  ، بریتانیا ، فرانسې ، اردن ، اسرائیلو ، بحرین ، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو عربو هیوادونو سره یوځاې په سوریې او عراق وغیره  کښې د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړي دي .