حزب الله او جهاد اسلامي له دسیسو سره مبارزه غواړي
د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ او د لبنان حزب الله غورځنګ په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د دسیسو په وړاندې د وحدت په ضرورت ټینګار وکړ .
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي «احسان عطایا» د لبنان په پلازمینې بیروت کښې د حزب الله غورځنګ د سیاسي شورا له غړي حسن حب الله سره په کتنې کښې د فلسطین د نویو بدلونونو او د فلسطیني کډوالو د کیمپونو په هکله د نظر تبادله وکړه .
د لبنان د حزب الله او د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازیو په دغه کتنې کښې له اسرائیلو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو په اړه د ځینو عربو هیوادونو چپتیا وغندله او د الاقصی جومات او د فلسطین د ازادۍ لپاره د مقاومت په انتخاب یې ټینګار وکړ .
له بلې خوا د «المرده» بهیر مشر سلیمان فرنجیه او د حماس غورځنګ استازي احمد عبدالهادي په لبنان کښې په کتنې کښې د اردن سین د لویدیځې غاړې د نیواک پلان او د پیړۍ معامله مروده وبلله او د فلسطین له ملت او مسلې څخه ملاتړ یې ضروري وباله .
د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو نیت درلود د جولاۍ دمیاشتې په لومړۍ(۱) نیټه له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د یوشمیر سیمو د یوځاې کولو جنجالي پلان اجرايي کړي خو د زیاتو نړیوالو نیوکو او مخالفتونو په دلیل تراوسه دغه پلان نه دی اجرايي شوی .