اسرائیلو په موقته توګه د الحاق پلان ځنډولی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91661-اسرائیلو_په_موقته_توګه_د_الحاق_پلان_ځنډولی
القدس خبري سایټ راپور ورکړ صهیونیسټ رژیم د کورونا ساري ناروغۍ د خپریدا په دلیل مجبوره شوی له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو پلان په موقته توګه له اجنډا وباسي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2020 10:20 Asia/Kabul
  • اسرائیلو په موقته توګه د الحاق پلان ځنډولی

القدس خبري سایټ راپور ورکړ صهیونیسټ رژیم د کورونا ساري ناروغۍ د خپریدا په دلیل مجبوره شوی له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو پلان په موقته توګه له اجنډا وباسي .

د صهیونیسټ رژیم خارجه وزیر ګابي اشکنازي وویل له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځې غاړې د ځینو  سیمو د یوځای کولو پلان فعلا د تل اویو له اجنډا څځه ایستل شوی دی .

هغه وویل اسرائیل همدا اوس د کورونا ویروس د زیاتیدا له دوهمې (۲) څپې سره مخ ښکیل دی .

ټاکل شوي وه چې صهیونیسټ رژیم  د جولاۍ د میاشتې له لومړۍ(۱) نیټې څخه له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د دیرش (۳۰) فیصده سیمو د یوځاې کولو پلان اجرايي کړي خو د بیلابیلو هیوادونو او د فلسطین د خلکو د دباو په زیاتیدا سره دغه رژیم مجبوره شو د دغه پلان اجرا کول بل وخت ته وځنډوي .