اسرائیلو په موقته توګه د الحاق پلان ځنډولی
القدس خبري سایټ راپور ورکړ صهیونیسټ رژیم د کورونا ساري ناروغۍ د خپریدا په دلیل مجبوره شوی له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو پلان په موقته توګه له اجنډا وباسي .
د صهیونیسټ رژیم خارجه وزیر ګابي اشکنازي وویل له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځای کولو پلان فعلا د تل اویو له اجنډا څځه ایستل شوی دی .
هغه وویل اسرائیل همدا اوس د کورونا ویروس د زیاتیدا له دوهمې (۲) څپې سره مخ ښکیل دی .
ټاکل شوي وه چې صهیونیسټ رژیم د جولاۍ د میاشتې له لومړۍ(۱) نیټې څخه له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د دیرش (۳۰) فیصده سیمو د یوځاې کولو پلان اجرايي کړي خو د بیلابیلو هیوادونو او د فلسطین د خلکو د دباو په زیاتیدا سره دغه رژیم مجبوره شو د دغه پلان اجرا کول بل وخت ته وځنډوي .