د ترکيې فوځ د سوريې په شمال حمله وکړه
Jul 25, 2020 06:18 Asia/Kabul
د ترکيې فوځ د سوريې د شمال په حَسَکه صوبې په توپونو سره حمله وکړه
د سوريې سرکاري خبري آژانس سانا د رپوټ له مخې د ترکيې فوځي ځوږاکونو د حسکه صوبې په ابوراسين سيمه باندې د توپونو ډزې وکړې چې د دغې سيمې يو شمېر کورونه يې ويجاړ کړل.
د دغې حملې د احتمالي سرتاوانونو څه رپوټ لا نه دے خپور شوے.
د ترکيې فوځ له ترهه ګرو سره د مبارزې په بهانه د سوريې ځينې شمالي سيمې ونيوې او د ترکيې يو شمېر فوځيان هم هغه په دغه سيمه کښې موجود دي.
د سوريې په شمال او شمال ختيځ د ترکيې د فوځ تېرے د سوريې د خلقو او حکومت او همدارنګ د نړيوالې ټولنې لخوا سخت غندلے شوے دے.
ټیګونه